د پاکستان دوه مخي پالیسي د سعودي په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو غوسه را پارولې ده

د پاکستان دوه مخي پالیسي د سعودي په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو غوسه را پارولې ده

د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د پاکستان دوه مخي پالیسې د سعودي عربستان په ګډون د متحده عربي اماراتو، بحرین او کویټ غوسه را پارولې ده.

د راپورونو پر بنسټ د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ اړېکې هغه وخت ترینګلې شوې، چې اسلام اباد غوښتل د سعودي په ملاتړ د کشمېر په اړه او د هند پر ضد د اسلامي هیوادونو سازمان غونډه راوبلي؛ خو هېڅ یو عربي هېواد یې په دې کار کې ملاتړ ونه کړ.

د اړېکو له ترنګلتیا سره سم سعودي عربستان له پاکستان څخه خپل سلګونه میلیونه ډالر پور هم بېرته واخیست او اعلان یې وکړ، چې اسلام اباد باندي یې په پور د تېلو خرڅ بند کړل.

د نړېوالو چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان پر وړاندي د سعودي او یو شمېر نورو عربي هیوادونو غوسه د یاد هېواد دوه مخې پالیسۍ له امله ګڼي، چې د ګټو لپاره خپل درېځ ته د ملګرو هېوادونو په وړاندي بدلون ورکوي.

د دوی په خبره چین سره د پاکستان نږدیوالی لامل شو، چې له سعودي سره، چې د امریکا متحد اړیکي یې کمې شي.

د کارپوهانو په نظر پاکستان د تېرو څلویښتو کلنو راهیسې د سعودي څخه د افغان مهاجرینو او جهاد په نوم ملیاردونه ډالر، مذهبي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړ او کله یې چې خپلې ګټې نورو ځایونو کې خوندي ولیدل خپل لوری یې بدل کړ.

دوی وايي، سعودي عربستان هند سره د ملیاردونو ډالر په ارزښت سوداګریز تړونونه کړي او د پاکستان د خودسریو او دوه مخې پالیسیو په وړاندي سعودي نشي کولی، چې نوي ډيلي سره خپلې اړېکي پرې کړي.

د ویلو ده، چې پاکستان د سعودي لخوا د اسلامي هیوادونو ایتلاف جوړیدا کې د ایران د خوشالولو لپاره برخه وانخسته او بل لور ته د خپلې دوه مخې پالیسۍ سره سم د پاکستان پخواني لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سعودی د خوشالۍ لپاره د یاد ایتلاف نظامي مسوول وټاکه.

  • 25 زمری 1399